IQNA

د تانزانیا  د قرآنی سیالیو د ترټولو غوره کسانو ستاینه او قدرونه(انځورونه)

9:57 - March 18, 2025
د خبر لمبر: 3490818
ایکنا -  دتانزانیا د قرآن سیالۍ د غږ او لهجې او قرآئت او حفظ په څانګو کې د ښاغلو او آغلو په دوو ډلو  کې  او د ترټولو برلاسه  کسانو په ستاینې اوقدرونې سره   پاي ته ورسیدې.

ایکنانیوز په تانزانیا کې د ایران دکلتوري سلایارۍ له قوله راپورراوي،دغه هیواد د قرآن د ولولناکو او کم ساري سیالیو په ترسره کیدا سره قرآني رنګ  اوبوي اوپه زړه پورې  فضا خپله کړه.

 دغه سیالۍ  د قرآڼی مرکزونو د قرآن زده کونکو ترمینځ  د تانزانیا  د کورنیوچارو د وزیر سلیمان سعدي جفو  په شتون او د اصحاب کهف  موسیسې په همت سره  د نایرره د نړیوالوناستو په ستر هال کې ترسره شوې.

 د  عایشه سرور  مرکز له خوا د میرمنو قرآنی سیالۍ  د ډائمند جوبلی  لویوسمینارونو   په ستر هال کې ترسره شوې  او  ددغې پيښې ځانګړی اومشر میلمه  د زنګبار ولسمشر حسین موئيني  ؤ.

 ددغې قرانی پيښې له ترسره کیدا وروسته ددغودستوروترسره کونکې میرمن عایشه سرور په تانزانیا کې د ایران د کلتوری سلایار سره  کتنه اوخبرې اترې وکړې.

دغه راپورښئ ، د قرآن د لهجې  او غږ  د قرائت نړیوالېسیالۍ   هم  د دغې پیښې د مشرمیلمه د زنګبار د ولسمشر حسین موئیني په شتون  او د تانزانیا د خدمةالقران  د موسیسې په همت سره  د نایرره  د نړیوالوسمینارونو  په ستر هال کې ترسره شوې

دغه سیالۍ د کب د میاشتې له ۲۵نیټې په دارالسلام ښار کې پیل شوې. ددغې موسیسې د اینسټاګرام  د پانې  د لیکنې په اساس ،دلبنان،جنوبی افریقا،پاکستان ،ملایشیا، یمن ،مالی، مصر،عراق ، افغانستان،ترکیې اومراکش  هیوادونو  څځه قاریان او حافظانو په دغو سیالیو کې ګډون درلود.

دغه سیالۍ  په تانزانیا کې  او  په ختیځي افریقا کې  دقرآن ترټولو  باړري اوغوره نړیوالې سیالۍ  دی چې  د خدمةالقران موسیسې په وسیله ترسره کیږي.

 خدمةالقران موسیسه یوه خصوصي اسلامی  موسیسه  ده چې په تانزانیا کې د قرآنی معارفو او کلتور  دپراختیا لپاهر  فعالیت کوي؛ دا موسیسې په تیرو څووروستیو کلونو  کې  د ملی اونړیوالو سطحو کې د قران کریم د غږ او لهجې  د سیالیو په شمول مختلف قرانی فعالیتونه ترسره کړي  دي.

 

همدارا ز دغې موسیسې  تانزانیا ته د نړۍ دلومړئ سوئې  قاریانو او شخصیّتونو په بلنې او د دوی لباره د قرانی پروګرامونو په ترسره کولو سره په نړیوالو قرانی فعالیتونو کې ددغه هیواد د ځائیګي په ښه کولو کې مهم رول  درلودلی دی. لکه څنګه چې تیر کال شیخ محمود شحات انور د تانزانیا د خدمةالقران  موسیسې میلمه ؤ او دهغه قرائتونه  ددغه هیواد د ډيرو مسلمانانو د زیاتې توجه وړ وګرځیدل.

 

همداراز دتانزانیا په فټ پال سټيديم کې د قرآن د حفظ نړیوالو سیالیوترسرهکیدا په افریقا کې د لومړنیو لویو قرانی سیالیو پهتوګه پیژندل کیږی چې  ددغه هیواد   الحکمه   قرانی موسیسې په همت سره ترسره شوې  دي.

 هر کال له دغو سیالیوڅخه هرکلی، ډیرزیات شوی دی، داسې چې  اصلی سټيډیم  او ورسره کمکې سټيډیم  له خلکو ډک شوی او ددروازو دتړل کیدا په علت ډیری تانزانیائي ښاریز په دغې پيښې کې  له شتونه بدنصیب پاتیکیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4272508

captcha